فرهنګ

محمد طاهر زهیر: افغانستان د میناتورۍ او خطاطۍ هنرونو مالکیت لري

 کابل/ د چنګاښ ٢٦ مه / باختر
د طلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د افغانستان لپاره د یونسکو له استازي سره په کتنه کې وويل چې افغانستان د میناتورۍ او خطاطۍ هنرونو مالکیت لري.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، په دې کتنه کې د طلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې ترکیې او ایران اقدام کړی چې د میناتورۍ او خطاطۍ هنرونه په خپلو نومونو  ثبت کړي.
هغه په دې برخه کې اندېښنه څرګنده کړه او ويې ویل چې د دغو دوو هنرونو پیداېښت د افغانستان په هرات پورې تړاو لري او له دغه هېواده نورو هېوادونو ته تکثیرشوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له ترکیې او ایران څخه وغوښتل چې د دغو دوو هنرونو د اصالت او پېداېښت درناوی وکړي او ټینګار یې وکړ چې یونسکو د افغانستان په نوم د دغو دوو هنرونو په ثبت کې همکاري وکړي.
زهير د وزارت د پالېسۍ او پلان رییس ته لارښوونه وکړه چې د موضوع څرنګوالی له رسمي لارې وڅېړي او په دې برخه کې د ځينو د بې بنسټو هلو ځلو مخه ونيسي.
په همدې حال کې د یونسکواستازي هم ژمنه وکړه چې دغه موضوع د یونسکو له مرکزي دفترسره شریکوي او په دې برخه کې پرله پسې کار کوي.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته