خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په کندز او پکتیکا کې له دینې مدرسو ۱۸۰ تنه فارغ شول

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د کندز او پکتیکا ولایتونو له جهادي مدرسو څخه له بېلابېلو برخو څخه ۱۸۰ تنه فارغ او د فضیلت پګړۍ یې وتړلې.

په دغو مراسمو کې د کندز سیمه ییزو مسوولینو او یو شمېر دیني عالمانو فارغ شویو طالب‌العلمانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې په خپلو ترلاسه شویو علومو په سمه توګه عمل وکړي او د ټولنې نورو وګړو ته د علم او حکمت په رسولو کې هڅې وکړي.

ورته مهال پکتیکا کې د جهادي مرکزي دینې مدرسې څخه د ۷۵ تنه فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین مولوي عبدالله مختار ټولو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، تاسو دیني علم حاصل کړ او نور بهترین فرصت پر لاس درغی، د نورو دیني زده کړو ترڅنګ د سیمې خلکو ته زده کړې ورکړئ او د هېواد د بهبود لپاره نوي تنکي ګلان داسې وروزې، چې مثال یې پاته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته