امنیت

ځمکې ښوييدنې په لسګونوکورونه له ګواښ سره مخامخ کړي دي .

کابل باختر د ثور درې ويشتمه :
دبدخشان ولايت  دکوز يفتل  په ولسوالۍ کې دځمکې ښوئيدنې  له امله داستوګنې  څه ناڅه څلويښت  کورونه په قسمي ډول ويجاړ او نږدې سل  نور کورونه  له ګواښ سره مخامخ  شوي دي .
دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې دملي ادارې رييس سيد عبدالله همايون دهقان  ددغه خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل  هغه خاورينه غونډۍ چې  دکوز يفتل  ولسوالۍ دبيدکلان کلي ته څيرمه موقعيت لري  دښوئيدوله امله  يې داستوګنې  څلويښت کورونه په قسمي ډول ويجاړ اونږدې سل نور کورونه تر ګواښ لاندې نيول شوي دي .
  ده څرګنده کړه چې ددغې خاورينې غونډۍ دښوييدو له امله  تراوسه پورې له څلورو څخه تر پنځو سانتي  مترو پورې  واټن  پيدا شوى دى  او هره شيبه  دهغې دزيات جلا کيدو  امکان زياتيږي .
  ده څرګنده کړه چې په دې طبيعي پيښه کې دسرزيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته