امنیت

تبصره :

کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٤ :
د ا مريکا دبې پيلوټه الوتکې په بريدکې د وسله والو طالبانو دډلې دمشرملااختر محمدمنصور وژل کيدل له يوې خوا دطالبانو په ډلې يو ستر ګوزار و ، له بلې خوا دغه مسئله  يې په ډاګه کړه   چې پاکستان  دپخوا په شان دتروريستي ډلو دمشرانو کوربه دى.
دباخترآژانس مفسر ليکي :
د وسله والو طالبانو دډلې مشر ملااخترمحمدمنصور درې ورځې مخکې داحمدوال په ساحه کې چې دپاکستان دبلوچستان ايالت  يوه برخه ده دامريکا دبې پيلوټ الوتکې بريدکې  ، ووژل شو.
ملا اخترمحمدمنصورڅو مياشتې مخکې  هغه هم دخپل سلف  ملامحمد عمر  دمړينې د اعلام په تعقيب دطالبانو دډلې دمشر په توګه وټاکل شو.
سره له  دې چې  ده دطالبانو  دخپلمنځي اختلافونو په څپو کې ځان  دپاکستان داستخباراتي سازمان آى  اس آى  په مرسته مشر اعلام کړ خو په طالبانو دپاکستان داستخباراتي سازمانونو  قوت او اغيزمنتوب دپاکستان له پوځي  او استخباراتي مشرانو او د دغه هېواد د افراطي ډلو له مشرانو سره  دملا اخترمحمدمنصور نږدې او مستقيمې اړيکې ددې سبب شوې  چې ملا اخترمحمد منصور دپخوا په شان دطالبانو دمشر په توګه پاتې شي . خوپه دې بريالى نه شو چې دطالبانو په ډله کې  مرکزي  اومحوري  بنسټ پياوړى کړي.
ملااخترمحمدمنصور ددې لپاره چې ځان ديوه مشر په توګه تثبيت  او معرفي کړي   له  خپل سلف ملامحمدعمر څخه  زيات يې دافغانستان له خلکو او دولت سره  هغه هم  دپرديو په لارښوونه  په جګړې او دښمنۍ لاس پورې کړ او دطالبانو په ډلې دده  دڅومياشتنۍ واکمنۍ په  دوران کې يې ډير پيچلي او خونړي تروريستي بريدونه ترسره کړل  اوپه ترسره کولو يې وياړ وکړ .
ملااخترمحمدمنصور له خپلې مړينې څخه يوه مياشت مخکې ، ځان په کابل کې  دهغه تروريستي بريد طراح معرفي کړ چې له امله يې ددې هېواد يوشمير بچيان شهيدان او ګڼ شمير خلک  ټپيان شول.
ملااخترمحمدمنصور دخپلې رهبرۍ دلنډ عمر په بهيرکې ، دهېواد په ځينو سيمو زياتره  يرغليز او ډله ييز بريدونه طرحه کړل  او په کندز دطالبانو په  څو ساعته واکمنۍ سره يې  نه يوازې دوياړ پلورنه وکړه  خپل مرعيتوب اوتحجر يې په دغه ښارکې هغه هم دبنسټونو په ويجاړلو، دخلکو په وژنې او دعامه شتمنيو په لټولو سره ثابت کړ. خو دى  اوس وژل شوى دى  او په خپلو ناوړو  او تورو عملونوسره  دطالبانو  دناوړه  او بد تاريخ يوه برخه شوه.
دملااخترمحمدمنصور د وژل کيدو اړخونه کيداى شي  ډير پراخ وي .   په لومړي ګام کې دا مسئله زيات وضاحت پيدا کوي چې پاکستان ددغه هېواد دسياسي  اوپوځي مشرانو د ادعا پرخلاف دهغومشرانو، قوماندانانو او دتروريستي ډلو دغړو کوربه دى  چې په افغانستان او له هغه څخه بهر  په ويجاړتيا ، ترور او وحشت لاس پورې کوي اوپه دغه شان  جنايتونو سره ، بشري ضد اوانساني ضد جنايتونه ترسره کوي. په پاکستان کې دملااخترمحمد منصور  شتون  دهغې سناريو دوام دى چې ښيي  چې پاکستان دتروريستي ډلو لپاره په زړه پورې ځاى   او کوربه دى .
پخوا دالقاعده مشر اسامه بن لادن ، دطالبانو دډلې مشر ملاعمر او له لښکرطيبه څخه نيولې  دمنځنۍ آسيا دهېوادونو دتروريستي سازمانونو تر غړو پورې  دتروريستي شبکو اوسازمانونو مشرانو په پاکستان کې  ژوندکاوه.
اسامه دپاکستان په ايبت آباد کې ووژل شو او ملاعمر په مرموز ډول دکراچۍ ښار په يوه روغتون کې ساه  ورکړه.
په پاکستان کې د ملا اخترمحمدمنصور ، اسامه بن لادن  او د نورو په ګډون  دشر اچوونکو شتون نور له تروريستي ډلو سره  دپاکستان دپوځيانو ، استخباراتي سازمانونو ، مذهبي بنسټپالو  ګوندونو او آن دسياستوالو  دملاتړ په باب  کومه پوښتنه  نه پريږدي او اوس ضروري ده  چې  نړۍ  له دغه هېواد سره  حساب تصفيه کړي اوپاکستان دخپلو کړنو ځواب ووايي.
له بلې  خوا دملااخترمحمدمنصور په وژل کيدوسره دجګړې ، وژنې ، وحشت او دتاوتريخوالي  ډير ستر عامل  له منځه لاړ . دده وژل کيدل  دهغو ډلو دسمون    دګډوډيدو سبب کيږي  چې دطالبانو تر بيرغ لاندې دافغانستان له دولت او خلکوسره په جګړې بوخت و  . دملااخترمحمدمنصور په  وژل  کيدوسره به
دطالبانو دزوال   او دهغو  دټوټه ټوټه کيدو لاره  اوږده شي .
دغه راز ددغه ملا وژل  کيدو دا مسئله په ډاګه کړه  چې دطالبانو مشران نه په افغانستان کې او نه په پاکستان کې  امنيت اومصوونيت نلري.
په افغانستان کې خلک دهغوى دښمنان دي اوپه پاکستان کې هم  دغو مشرانو ته  دمالونو په شان  ګوري  چې  دکارولو تاريخ نلري . اسامه ،ملاعمر او اوس  اخترمحمدمنصور اوپه همدې ترتيب په پاکستان کې دطالبانو يوشمير نور مشران او قوماندانان چې نور ګټور نه و  په مرموز ډول ووژل شول.
ښه به وي چې  پاتې مشران ، قوماندانان او ددغې ډلې  دبيلابيلو کټګوريو افراد په هوښ شي  او نور دپرديو په لاس کې  وسيله نه وي ، خپل ځان ، کورنۍ  ، چاپيريال او هېواد وپيژني  او له جګړې او دښمنۍ څخه  په لاس اخيستوسره  نه يوازې نوې دخپل هېواد دويجاړتيا سبب نه شي بلکې  دځان او دخپلې کورنۍ  خوندي  ژوند او امنيت دې تامين کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته