کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس د څلورو نویو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کرونا ویروس د دغو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو ټول شمېر ۳۸ زرو ۱۶۹ ته ورسېد.
د عامې روغتیا د څرګندونو له مخې؛ تراوسه د روغ شویو کسانو شمېر ۲۹ زرو ۱۱۲ ته رسېدلی دی.
پای/شکریه
1 د یوې دقیقې څخه لږ