اقتصاد

په هرات ولايت کې دشاتو دتوليداتو دکچې لوړيدل .

کابل باختر د ثور درې ويشتمه :
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست مسوولين په روان کال کې په دغه ولايت کې دشاتو دتوليداتو دکچې دلوړيدو خبر ورکوي .
په هرات ولايت کې دشاتو توليداتو له اتو کلونو راپديخوا رواج موندلى دى او همدا اوس دهرات ولايت په دولسو ولسواليو کې دشاتو د ٤٠٠٠ کندوانو په شتون سره ، په سلګونو تنه دشاتو دمچيو په روزنې بوخت دي .
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دشاتو دمچيو دروزنې مدير محمدميرويس باختراژانس  ته خبر ورکړ. دانجيل  اوګذرې  ولسوالۍ په هرات کې دشاتو دمچيو دتوليد دډيرو مهمو مرکزونو په توګه بلل کيږي .
ده څرګنده کړه چې تيرکال په هرات ولايت کې له شتو کندوانو څخه ١٥ ټنه شات ترلاسه شوي وو چې په روان کال کې به دغه اندازه شلو ټنو ته لوړه شي .
دترلاسه شويو ارقامو له مخې همدا اوس په دغه ولايت کې ٢٠٠ کورنۍ دشاتو دمچيو  په روزنې بوخت دي چې په سلو کې ٢٥يې ښځې دي .
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دشاتو دمچيو دروزنې  مدير وايي چې ددغه ولايت يوه  کيلو توليدي شات په سيمه ئيزو بازارونو کې له ٧٠٠  څخه تر زرو افغانيو پورې پلورل کيږي چې دغه  اندازه  دوارداتي شاتو  په نسبت ديادونې وړ ده .
ده دهرات  دتوليدي  شاتو دلوړې بيې علت ، لوړکيفيت او کم توليد وباله او ويې ويل دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست هلې ځلې کوي چې دشاتو دتوليداتو په زياتوالي سره دبيو په کمښت کې اساسي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
دهرات ولايت دشاتو دمچيو دروزنې مدير محمد ميرويس وويل چې دکيفيت دټاکنې په لاره کې دلابراتوار دجوړولو او په هرات کې د شاتو دمچيو دصنعت دمسلکي انډۍ کولو په صورت کې به ديو مهم دوديز کسب په توګه زيات شي .
دغه مسوول وويل چې دلابراتوار جوړول دکرنې او اوبو لګولو د رياست مهمې غوښتنې دي چې عملي کول به يې نږدې ٣٠٠٠ زره  ډالره لګښت  وغواړي .
دشاتو دکندوانو  برابرول او دروزنيزو ورکشاپونوجوړول د کرنې او اوبو لګولو درياست له فعاليتونو څخه دي چې ددغه صنعت د رواجولو په لاره کې  دکرنې او اوبو لګولو وزارت او په دغه ولايت  کې دهمکارو موسسو په مرسته ترلاس لاندې نيول شوي دي .
په هرات کې دشاتو دمچيو روزنه کال په کال دپسرلي  دفصل له  لومړيو  وختو څخه پيليږي او دپسرلۍ دفصل تر پايه پورې توليد شوي شات سيمه ئيزو لګښت  کوونکو ته وړاندې کيږي . شات يوه ډيره مهمه خوراکي ماده ده چې علمي تحقيقاتو او اسلامي لارښوونو دهغو په کارولو باندې زيات ټينګار کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته