کابل باختر د ليندي نهه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې له شپږ سوه اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه
دغه کورنۍ سيمه ئيزې جګړه ځپلي بې وزلي او له پاکستان څخه راستنې شوې دي .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس غلام حيدر فقيرزي باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې له شپږ سوه اړوکورنيو سره مرسته وشوه .
ده وويل دغه مرستې چې اوړه ، غوړي ، دال ، مالګه او ژمنۍ جامې پکې دي دنړى دخوړو سازمان له خوا برابرې شوې وې .
ويل کيږي چې په ننګرهار کې له اړو کورنيو سره دمرستې دوام لري .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ