سیاست

اجرائیه رئیس د پارلمان ودانۍ په جوړېدنه کي د اړوند افغان ټیم هڅي وستایلې

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په سپېدار ماڼۍ کي د افغان ټیم هغه درې تنه وستایل، چي د هند په لګښت د پارلمان د نوي ودانۍ په جوړېدو کي یې زیار ايستلى و.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
د ښار جوړولو دچارو پخوانى وزیر انجینر محمدیوسف پښتون، د همدې وزارت پخوانى معین او اوسنی سلاکار ډاکټر سید شریف حسیني او د ولسي جرګې د دارالانشا رئیس خداینظر نصرت هغه درې تنه وو، چي د پارلمان د نوي ودانۍ په ډیزاین، کار او جوړښت کي یې له پيله ترپایه نه ستړي کېدونکي هڅي کړي وې.
د هیواد اجرائیه رئیس پرون له دغودريوتنو سره وکتل او د پارلمان د نوي عصري ودانۍ په جوړېدنه کي یې د هغوی له ټولو زحمتونو او هلوځلوله امله مننه وکړه.
نوموړي هغوی ته وویل، چي ستاسي د ښه کار او هڅو په نتیجه کي یاده ودانۍ په ډېر ښه ډول ډیزاین او جوړه سوې، چي د ښې معمارۍ ترڅنګ د افغان-هند دوستۍ یوه ښه یادګار هم دی.
هغه له دوست هیواد هندوستان څخه هم مننه وکړه، چي د هیواد ملي شورا ته یې نوې ودانۍ جوړه کړې او په دې توګه یې د ښې دوستۍ یو بل مثال ټينګښت کړی دی.
ډاکټر عبدالله افغانستان او هندوستان د تاریخ په اوږدو کي د یو بل خواخوږي وبلل او زیاته یې کړه، چي د دغه هیواد وروستۍ سوغات ددغي دوستۍ تاریخي پیوند نور هم قوي کوي.
د افغانستان د پارلمان نوې ودانۍ د دوست هیواد هندوستان په مالي مرسته جوړه شوې، چي کابل ته د دغه هیواد د صدراعظم په سفر کي پرانستل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته