ټولنه

ملګري ملتونه په ننګرهارکې بېرته راستنیدونکو کډوالوسره مرسته کوي

کابل- باختر- د لړم اتلسمه
په ختيځ کې د ملګرو ملتونو امنيتې برخې مسول کډوالو ته د مرستو رسولو په برخه کې ننګرهار والي سره خبرې وکړې.
دغه کتنه، چې د لړم په شپاړلسمه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه د ملګرو ملتونو امنيتي برخې مسول انن پيلن وويل، چې د ملګري ملتونه اداره هڅه کوي، چې له بېرته راستنيدونکو کډوالو سره بشري مرستې وکړي.
ده له ولايتي ادراې څخه وغوښتل، چې د بشري مرستو په رسولو کې ورته اسانتياوې برابرې کړي.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له امله مننه وکړه.
ده د ملګرو ملتونو امنيتي برخې مسئول ته ډاډ ورکړ، چې د بشري مرستو په رسولو کې به په ټولو ورته برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته