امنیت

هغه دوه تنه چې په واټ کې دکارولو لپاره په ماين جوړولو کې مهارت درلود ووژل شول .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دوه تنه ماين جوړونکي نن سهار دامنيتي ځواکونو له خوا په غزني کې ووژل شول .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند دباختراژانس خبريال ته وويل چې په غزني ولايت کې دطالبانو ديوه سيمه ئيز قوماندان  ملا کيبل  په ډلې پورې اړوند دوه تنه ماين جوړونکي دامنيتي ځواکونو له خوا دغزني ولايت په مرکز پورې اړوند قلاتي کلي کي ووژل شول .
ويل کيږي چې دغو کسانو په قلاتي  کلي کې په واټ کې دکارولو لپاره دماين جوړولو مسووليت په غاړه درلود .
يوه اړونده خبرځاى وويل :له دوى څخه يوموټرسايکل يوه مخابره  يوکلاشينکوف او يوه اندازه مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته