امنیت

هغه سړى چې خپله ميرمن ووژله وتښتيد.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٨
دپلخمرى ښار په مربوطاتو کې تيره شپه يوه ځوانه ميرمن دخپل ميړه له خوا ووژله شوه.
دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې خديجې يفتل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ميرمن دپنځو تنو ماشومانو موروه په پلخمري ښار پورې اړوند دشت کرکر په ساحه کې په خپل کور کې دخپل ميړه له خوا په دستمال زندى شوه او مړه شوه .
دپلخمرى ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر سمونوال محمد افضل انوري وايي ددغې ميرمنې ميړه عزيز الله دشپې په نيمايي کې په دستمال زندې کړه او مړى يې له پنځو تنو ماشومانو سره په کورکې پريښود او خپله په تيښتې بريالى شو.
خبرځاى زياته کړه دقاتل دنيولو په مقصد د امنيتي ځواکونو له خوا هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته