امنیت

په مارجې ولسوالۍ کې اته تنه طالبان وژل شوي

 لښکرر ګاه باختر د مرغومې ۲۴ مه
هوايي ځواکونو د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ په دوو بېلابېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو پټنځایونه په نښه کړي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه نن سهار باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، په دغه بریدونو کې اته تنه طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې؛ افغان ځواکونو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالی د لویې لارې په مربوطاتو کې پنځلس ماینونه کشف او شنډ کړي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته