امنیت

د فراه ګمرک په اختلاس تورن کارکوونکى په ايران کې ونيول شو

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر
د انټرپول پوليسو د فراه ګمرک يو پخوانى کارکوونکى پرون د دغه ولايت پوليسو ته  وسپاره.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختر آژانس ته وويل چې د ګمرک دغه  کارکوونکى د جرم د ترسره کولو او له وظيفوي صلاحيت څخه له ناوړې استفادې وروسته ايران ته تښتيدلى و چې د انټرپول پوليسو د هڅو په پايله د فراه د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت په غوښتنه د ايران په يزد ښار کې ونيول شو او د فراه پوليسو ته وسپارل شو.
د هغه نسبتي دوسيه د فراه څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته