امنیت

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل -باختر د مرغومي دمياشتې٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه  تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هلمند، ارزګان، کندز، فراه، بغلان، فاریاب او کونړ ولایتونو امنیتي وضعیت د ارزولو ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هغو لسګونو نظامي عملیاتو په اړه چې دښمن ته په کې زیات زیانونه اوښتي دي د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني د دغو معلوماتو له اورېدو وروسته د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دښمن پر ضد د ټولو په ځانګړي ډول د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د خاص عملیاتو د ترسره کولو له امله مننه وکړه او د دوی مبارزه، زړورتیا او سرښندنې یې وستایلې.
دملي امنیت شورا د افغانستان د د فاع په لاره کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او اتلولیو د ستایلو په موخه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځنې مراسمو طرزالعمل (د نښانونو، مډالونو او ستاينليکونو او نغدي مکافاتو په ورکولو سره) چې د امنیتي او دفاعي ارګانونو، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، کار او ټولنیزو چارو او عدلیې وزارتونو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ملي امنیت عمومي ریاست استازو څخه تشکیل شوي کاري ټیم د ملي امنیت شورا دفتر سره په همغږۍ ترتیب او تنظیم کړی وو، تصویب  او د عملي کېدو په هکله یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په پای کې  د ننګرهار ولایت دسپین غر ولسوالۍ د برخلیک په اړه چې په ۱۳۷۲ل کال د مستقلې ولسوالۍ په توګه اعلان  شوې، د جمهور رئیس د حکم په اساس د دغې موضوع د ارزونې موظف  پلاوي د خپلو ارزونو راپور د ملي امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړ. ملي امنیت شورا له هر اړخیز بحث وروسته د جلا اداري واحد په توګه د هغې ولسوالۍ د ټاکلو په اړه دپلاوي د رئیس او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وړاندیزونه له هر اړخیز بحث وروسته تائید کړل او په دې اړه یې سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته