کابل -باختر د مرغومي دمياشتې٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هلمند، ارزګان، کندز، فراه، بغلان، فاریاب او کونړ ولایتونو امنیتي وضعیت د ارزولو ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هغو لسګونو نظامي عملیاتو په اړه چې دښمن ته په کې زیات زیانونه اوښتي دي د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني د دغو معلوماتو له اورېدو وروسته د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دښمن پر ضد د ټولو په ځانګړي ډول د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د خاص عملیاتو د ترسره کولو له امله مننه وکړه او د دوی مبارزه، زړورتیا او سرښندنې یې وستایلې.
دملي امنیت شورا د افغانستان د د فاع په لاره کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او اتلولیو د ستایلو په موخه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځنې مراسمو طرزالعمل (د نښانونو، مډالونو او ستاينليکونو او نغدي مکافاتو په ورکولو سره) چې د امنیتي او دفاعي ارګانونو، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، کار او ټولنیزو چارو او عدلیې وزارتونو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ملي امنیت عمومي ریاست استازو څخه تشکیل شوي کاري ټیم د ملي امنیت شورا دفتر سره په همغږۍ ترتیب او تنظیم کړی وو، تصویب او د عملي کېدو په هکله یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په پای کې د ننګرهار ولایت دسپین غر ولسوالۍ د برخلیک په اړه چې په ۱۳۷۲ل کال د مستقلې ولسوالۍ په توګه اعلان شوې، د جمهور رئیس د حکم په اساس د دغې موضوع د ارزونې موظف پلاوي د خپلو ارزونو راپور د ملي امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړ. ملي امنیت شورا له هر اړخیز بحث وروسته د جلا اداري واحد په توګه د هغې ولسوالۍ د ټاکلو په اړه دپلاوي د رئیس او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وړاندیزونه له هر اړخیز بحث وروسته تائید کړل او په دې اړه یې سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لازمې لارښوونې وکړې.
0 1 دقیقه لوستل