سیاست

ډاکتررهين : انتخابات او رايې ورکول هم حق دى او هم دنده

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٢
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين  نن مازيګر په يوه خبري غونډه کې دجمهوري رياست  دانتخاباتو او دکانديدانو دتبليغاتي پروګرامونو په اړوند ددغه وزارت تيارى څرگند کړ او  دغه راز له رسنيو څخه يې وغوښتل چې دشهيد د اوونۍ  په نمانځلو کې خپل غوره  رول ترسره کړي.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير په دې  خبري غونډه کې دخلکو د ذهنونو په روښانه کولو او په دغه ملي بهير کې د هغوي په هڅولو کې د ډله ييزو رسنيو په رول ټينګار وکړ او ويې ويل  : موږ دانتخاباتو دعملي فعاليتونو په  درشل کې يو او د رسنيو دخاوندانو  او د ورځپاڼه ليکونکو په توګه د انتخاباتو په وړاندې زموږ رسالت څه  دى ؟
په لومړى  درجه  د دموکراسۍ د تحقق لپاره  موږ  بايد خلک ، کورنۍ  ا و نوى نسل په عملي توګه  وهڅوو چې په انتخاباتو کې  ونډه واخلي.
ډاکتررهين  زياته کړه ، انتخابات او رايې ورکول هم  حق دى  او هم دنده ،  په هغې ټولنه کې دموکراسۍ  تحقق  نه مومي چې خلک يې په  آزادو انتخاباتو کې  ونډه وانخلي .
ډاکتررهين دغه  راز زياته  کړه ،  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لومړۍ دورې دانتخاباتو په شان د کانديدانو دتبليغاتي  پروګرامونو  لپاره   زمينې   برابرې 
کړې دي .،  څرنګه چې  موږ په  هغو انتخاباتو کې دکانديدانو بشپړه  وينا په  دري  ژبه  د انيس په  ورځپاڼه کې او په پښتو ژبه د هيواد په ورځپاڼه کي خپره کړه  او دکانديدانو دخبرو لومړي شل دقيقې د ملي ټلويزيون له لارې خپرې شوې  او دمطبوعاتو نړيوال مرکز له  ټولو وسايلو سره يې په  وړيا ډول دهغوي په واک کې و.
په راتلوونکو انتخاباتو کې به داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هلې ځلې وکړي چې هره مياشت  دتبليغاتو زمينه ، په انډوليز  او عادلانه ډول ټولو کانديدانو ته برابره کړي.
ډاکتررهين دغه راز له رسنيو څخه وغوښتل چې د شهيدانو  د اوونۍ  حرمت لکه څنګه چې دهغو ميړنيو حق دى پرځاى کړي.
ډاکتررهين زياته کړه  هغو کسانو چې د برياليتوب ، خپلواکۍ او  د آزاد  ژوند لپاره دشهادت خلعت په تن کړ  او دهغوي د سروې په شان قامت په خاورو او  وينو کې وغورځيد او د هغوي پاکې  ارواوې  زموږ د ټولو او په تيره بيا  د رسنيو د درناوي حق ته منتظر دي.
ډاکتر رهين له کمي اوکيفي پلوه د رسنيو پرمختګ وستايه  او څرگنده يې کړه  چې دځينو ناندريو د لري  کولو په خاطر چې  زياتره دتلويزيونونو ترمنځ د پروګرامونو دخپرولو انحصار د مسلي په باب رامنځته کيږي ، بايد د سوداګري ، بهرنيو چارو او داطلاعاتو اوفرهنګ د وزارتونو او دکاپي رايټ  داستازو په ګډون يو کميسيون جوړ شي  چې  دغه مسلې په  ټوله مانا طرحه شي  چې هيڅوک ونه  شي کړاى  د بل چا حق له منځه يوسي .
ډاکتر رهين  دغه راز په دې خبري  غونډه کې يوځل بيا د خبريالانو دصندوق  جوړولو ته اشاره وکړه او ويې ويل ، چې د هغه دچارو او اساسنامې تنظيم به ستاسو داستازو له خوا چمتو شي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير د رسنيو په عالي شورا کې دخبريالانو او د رسنيو دکارکوونکو د دوو تنو دانتخاب په باب  وويل ،  دنشراتي معين ترنظرلاندې  يو کميسيون کار کوي او ډير ژر به  کار  يې بشپړ شي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير د افغانستان  دبرخې دجنوب ټولني او دهغه دفعاليتونو او د مالي حالت دشفافيت په باب څرگندونې وکړې او دخبريالانو پوښتنو ته يې 
هر اړخيز ځوابونه  ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته