فرهنګ

د پکتیکا ولايت خبریالانو ته په وسله والو شخړو کې د ماشومانو د ژغورنې په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو.

کابل باختر د ليندۍ د مياشتې څوارلسمه
د پکتیکا ولايت خبریالانو ته په وسله والو شخړو کې د ماشومانو د ژغورنې په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو.
د کار او ټولنیزو چارو ریاست او یونیسیف ادارې په ګډې همغږي د دغه ولایت د نړیوالو او سيمه يېزو رسنیو خبریالانو ته په وسله والو شخړو کې د ماشومانو د ژغورنې او ساتنې په موخه  یو ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د پکتیکا ولايت مرستیال عطاالله فضلي وویل:ماشومان د هېواد راتلونکی قشر دی او د هیواد راتلونکی په همدغو ماشومانو پورې اړه لري نو ټولو خبریالانو ته په کار ده چې د راپور جوړولو او معلوماتو ته د لاس رسي پر وخت د دوی خوندیتوب او ژغورنې ته پاملرنه وکړي.
ده له ټولو خبریالانو څخه وغوښتل چې د ماشومانو پر وړاندي د تاوتریخوالي ټولې پېښې دې په وخت ثبتې کړي او اړونده ادارو ته دې راپورونه ولیږي تر څو د ماشومانو  حقوق په سمه توګه وساتل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته