کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٢ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معين رسول باوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه د لیدنې پرمهال د دغه رياست له کار کوونکو سره هم ناسته ترسره کړه.
د دغې ناستې پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان د ښه
راغلاست دويلو ترڅنګ د چارو د ښه والي او ستونزو د له منځه وړلو په
موخه يو لړ مشخص وړانديزونه او غوښتنې وړاندې کړې.
په دغو وړانديزونو کې د اصيل فرهنګ د پياوړتيا په موخه ظرفيت ورکوونه، د هنرمندانو روزنه، د دغه رياست سره د هنري وسايلو مرسته، د تشکيل زياتوالی، د لازياتو امکاناتو برابرول، د ملي، هنري او فرهنګي غونډو د جوړولو لپاره امکانات، د لغمان عامه کتابتون د بډاينې لپاره د کتابونو مرسته او يو شمېر نورې هغه غوښتنې او وړانديزونه شامل و چې په برابرولو سره به يې ګڼ شمېر ستونزې له منځه لاړې شي او ولس ته به لا ښه خدمات تر سره شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معين رسول باوري د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشرتابه او کارکوونکو فعاليتونو او هلو ځلو د ستاينې ترڅنګ د لا ښه فعاليتونو سپارښتنې وکړې.
ده په خپلو خبرو کې د دغه رياست غوښتنې پر ځای وګڼلې او زياته يې کړه چې د امکان تر حده به ورته امکانات برابر او د ستونزو د حل په موخه به هلې ځلې کوي، څو دغه رياست د لا ښه خدماتو د وړاندې کولو جوګه شي.
1 1 دقیقه لوستل