سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

-کابل باخترلړم د مياشتې ٩ نيټه  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د خوست او شبرغان ښاروالیو په انکشافي طرحو او د کابل ښاردګرځنده پلورونکو د مدیریت برنامې په اړه بحث او خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې چې پرون مازيګر په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر د خوست ښاروالۍ انکشافي طرحه غونډې ته وړاندې کړه او د ښې حکومتوالۍ په برخه کې یې د ښاروالۍ د لاسته راوړنو، د خدمتونو د وړاندې کولو، د تنظیف او سمسورتيا، د سرکونو ، د میتي کلي د کانال، پلونو، پلګوټو او لښتیو د جوړولو ، د غوایدو د راټولولو او مالي مدیریت او همدارنګه د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه معلومات ورکړل.
هغه دغه راز په خوست ښار کې د څښاک روغتیایي اوبورسولو شبکې او کانالیزاسیون د نشتوالي، د ځينو دولتې ادارو د باقیاتو د نه تحویلولو، د زېربنایي پروژو او ليږدونکو وسایطو د پېريدلو لپاره د بودجې نشتوالی، د ثابتو عوایدو لږوالی او د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې د امنیتي ځواکونو نه همکاري د خوست ښاروالۍ ستونزې یادې کړې  او د یاد بنسټ د کړنو د ښه والي په خاطر یې خپل وړاندېزونه وکړل.
وروسته د ښاراوکور جوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري د خوست ښاروالۍ د کارونو د مثبت ارزولو ترڅنګ وویل، په خوست کې د ځمکې د غصب د مخنیوي او سمسورتيا په برخو کې ښه اقدامات شوي او په دې ولایت کې د خلکو ونډه عالي ده.
هغه وویل، د خوست ښار ماسټر پلان معیاري وو او د خوست له ښاروال یې وغوښتل چې د هغه په پلي کولو اقدام وکړي.
جمهوررئیس غني د ځمکو د ادارې رئیس جواد پیکار ته لارښوونه وکړه، په خوست کې د ملي دفاع او کرنې اواوبولګولووزارتونو اړوند ځمکې تصفیه کړي او له دولتي ځمکو څخه د خوست ښار د پراختیا لپاره استفاده وکړي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، د هغو ولایتونو د صنعتي پارکونو لپاره دې چې کولای شي په دې برخه کې مرکزي رول ولري، د ځمکې بانک رامنځته شي او پولیس دې د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې ښاروالیو ته دې تشویقي بودجه په پام کې ونیسي، ترڅو د سيالۍ مثبته فضا رامنځته شي. هغه زیاته کړه خوست ښار د صنعتي پارکونو لپاره مناسبه فضا لري او په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.
وروسته د شبرغان ښاروال د یادې ښاروالۍ انکشافي طرحه غونډې ته وړاندې کړه. هغه د ښې حکومتولۍ، ښاري خدمتونو د وړاندې کولو او عوایدو په اړه د دې بنسټ د لاسته راوړنو په هکله معلومات ورکړل او د کارکوونکو د لږې تنخوا، د رتبو د سیستم د نه پلي کېدو، د کانالیزاسیون سیستم د نشتوالي، د شهيدانو کورنیو ته د استوګنې پروژو نه تطبیق او د اړوندو ارګانونو کمزورې همغږي او همکاري یې د شبرغان ښاروالۍ ننګونې وبللې.
د ښاراوکور جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري په دې اړه وویل: د شبرغان ښار د پاکوالي او تنظیف په برخه کې مشارکت ښه دی او د عوایدو زیاتوالی او د سوداګرو مشارکت د شبرغان ښاروالۍ له عمده لاسته راوړنو څخه ده. هغه وړاندیز وکړ چې د ځینو ښاروالیو نوښتونه دې له نورو ښاروالانو سره شریک شي.
جمهور رئیس غني وویل: شبرغان ښار دوه ځانګړنې لري، یو په ښاري مسایلو کې د ښځو فعال رول او دویم شبرغان ښار پلان شوی وو، چې په دې دوه ځانګړنو سره اصولي کارونه ترسره کېدلی شي.
هغه په دې ترڅ کې چې د ښاروالیو تر منځ یې په همکارۍ ټینګار وکړ وویل: په ښاروالیو کې رتبې او تنخواوې دې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون او د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه اداره تنظیم کړي.
ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي د کابل ښار د ګرځنده پلورونکو د مدیریت برنامې په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي د ګرځنده پلورونکو د مدیریت د طرزالعمل د ایجاد د اړتیا، د ګرځنده پلورونکو پر وړاندې د کابل ښاروالۍ د مکلفیتونو، د ټاکل شویو ساحو د پاک ساتلو، د دست فروشانو د ترتیب او تنظیم او د هغوی د بې نظمي د مخنیوي او له ناحیو سره د هغوی د دوامدار ارتباط په اړه خبرې وکړې.
وروسته د ښاراوکور جوړولو وزیر، د فواید عامې وزیر یما یاري، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي قیس حسن، د جمهور رئیس سترې سلاکارې شهرزاد اکبر، د صنعتکارانو اتحادیې رئیس کمین زاده او ډاکټر ذبیح الله مجددي په دې اړه خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل.
جمهور رئیس په دې اړه وویل: د ګرځنده پلورونکو د مدیریت برنامې په اړه دې خصوصي سکتور، خلکو او ګرځنده پلورونکو سره خبرې او په څو ځایونو کې ازمایښتي کار وشي او که یې مثبته پایله لرله، په ټولو ځایونو کې دې هم تطبیق شي.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ چې موږ باید د ګرځنده پلورونکو دليږدونې لپاره تیار بدیلونه ولرو تر څو خلک متضرر نشي. هغه زیاته کړه، په دې اړه واضح او هر اړخیز تحلیل ته اړتیا ده چې دا طرحه په سمه توګه عملي شي. #پ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته