کابل / د لړم ٢١مه / باختر :
دننګرهار ولايت په يوشمېر بزګرانو دشوله يي وريجو دپروسس او د انډي کولو وسايل وويشل شول.
دغه بزګران دننګرهار په ځينو سيمو کې دشوله يي وريجو په کرکيلې بوخت دي.
دننګرهار دکرنې او اوبولګولو رياست يوه خبرځاى باختراژانس ته وويل ؛ په دې پړاو کې دشوله يي وريجو دپروسس ٢١ دستګاوې بزګرانو ته ورکړل شوې.
هغه وويل ؛ دغه دستګاوې دوريجو دپروسس او دانډي کولو بهير اسانه او معياري کوي.
پاى ذ