کابل باختر د مرغومي شلمه :
په قندهار ولايت کې پرون دګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې درې ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد دافغان ګډو ځواکونو له خوا دقندهار ولايت مرکز او دبيلابيلوپه مربوطاتو کې پيل شوي دي .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتو کې درې ديرش تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
خپلواک زياته کړه په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
دغه عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه دساحوتر پاکولو پورې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ