ټولنه

په تالقانو کې د ١٧٥مترو په اوږډوالي يو پُل جوړ شو

کابل /دمرغومي ١٩مه/ باختر
د تخار د تالقانو ښار د نهر شيخ خطايان پُل پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د تخار د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير صبغت الله نظري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پُل د ١٧٥مترو په اوږدوالي او د ٦ مترو په سور د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د لارې جوړولو د ملي د پروګرام له بودجې څخه د ١٠٧ ميليونو او ٩٠٠ زرو افغانيو په لګښت په تالقانو ښارکې جوړ شوى دى.
هغه وويل چې د دغه پله جوړول د تالقانو مرکز له نهو کليوالي لارو سره نښلوي.
هغه څرګنده کړه چې د دغه پله د پرانيستلو په مراسموکې د تخار والي عبدالحق شفق د دغه ولايت د ترافيکو پوليسو ته لارښوونه وکړه چې له دې وروسته دې په بدخشان پورې اړوند موټر له دغه تګلوري څخه لاړ شي.
ختم- سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته