امنیت

يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژعورل شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
د کندز پوليسو يو نهه کلن تښتول شوى ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره.
دغه ماشوم نهه ورځې مخکې په کندز ښار پورې اړوند د (کوته ګرد) له ساحې څخه د دوو تنو ناپيژاندوکسانو له خوا د ښوونځي له لارې څخه تښتول شوى و.
دکندز ولايت امنيه قوماندان محمدقسيم جنګل باغ د باختر آژانس خبريال ته وويل: انسان تښتوونکو د دغه ماشوم د خوشې کولو په بدل کې له کورنۍ څخه يې ٦٠ زره ډالره غوښتي و؛ خو امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په بهيرکې تيره شپه د دريمې حوزې په ساحه کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره او کورنۍ ته يې وسپاره.
جنګل باغ زياته کړه: يو تن انسان تښتوونکى نيول شوى او د دغې ډلې د نورو غړو د نيولو لپاره د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.
له بله پلوه؛ د دغه ماشوم پلار د پوليسو د هلوځلو له امله مننه وکړه او ويې ويل: که چيرې زوى مې د پوليسو له خوا نه وى ژغورل شوى؛ هغه مې له لاسه ورکاوه، ځکه ما دغه پيسې نه درلودې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته