اقتصاد

دافغانستان او آذربايجان ترمنځ دتجارتي همکاريو تفاهم ليک لاسيلک شو

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٨ :
دافغانستان دسوداګرۍ دخونو  او دآذربايجان  دصادراتو دپراختيا او پانګې اچونې دادارې ترمنځ  دتجارتي همکاريو تفاهم ليک نن  په کابل کې لاسليک شو.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو هدف  دسوداګرۍ په برخه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دلازمو تجارتي آسانتياو  برابرول دي. دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو دعامل هيئت رئيس عتيق الله نصرت ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په وخت کې وويل  چې له آذربايجان څخه دافغانستان دوارداتو کچه  شپږ ديرش مليونه ډالره  او آذربايجان ته دافغانستان صادرات څه ناڅه درې مليونه ډالره دي .
ددغه تفاهم ليک له لاسليک  کولو وروسته دآذربايجان هيئت دافغانستان  دسوداګرۍ  دخونو  له هيئت سره  په جلاجلا ګروپونوکې دتجارتي مسئلو په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته