سیاست

جمهور رئیس غني پر جهادي شخصیت مولوي سیدمقبول عمري تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ٩ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرجهادي شخصیت مولوي سیدمقبول عمري تروریستي برید چې له امله يې دی شهید شو، په کلکو ټکو وغانده.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د افغانستان د خلکو دښمنانو په دې وروستيو وختوکې د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د علي خېلو په کلي کې پر مولوي سیدمقبول عمري وسله وال برید وکړ او هغه یې شهید کړ.
د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د دغه غیر انساني او غیر اسلامي عمل په غندلو سره وویل: د افغانستان د خلکو دښمنان او تروریستان باید په دې پوه شي،  افغانانو چې د سولې د ټینګښت، د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په خاطرکومه لاره انتخاب کړې ده، له هغې څخه به یې هیڅوک هم را ونه ګرځولای شي.
جمهور رئیس محمداشرف غني امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې ده چې دغه تروریستي پېښه په هر اړخيز ډول وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
جمهور رئیس غني د شهید مولوي سیدمقبول عمري کورنۍ او د ده سبز ولسوالۍ خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه ورته د جمیل صبر هیله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته