اقتصاد

کابل ښاروال وايي تر مزار اډې پورې دسراى شمالي واټ په اساسي ډول جوړيږي

کابل/ د سلواغې١٣مه/ باختر 
دسراى شمالي له  چوک څخه تر مزار اډې پورې دکابل  – شمال  اصلي سړک په مډرن        او اساسي دول  جوړېږي.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دغه سړک يو ډير مهم  سړک او اقتصادي  دهليز          او دافغانستان  دشمال له ولايتونو سره  دکابل دپيوستون  ټکى دى، دزياتې ګڼې ګوڼې پر ستونزو او ددغه سړک   په استهلاک په پوهيدو سره کابل ښاروالۍ پتيلي ده  چې دغه سړک په اساسي او معياري ډول  جوړ کړي.
کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز وايي ؛ چې ددغه سړک دتخنيکي اوفني مطالعې او دغه راز دډيزاين  چارې  زموږ دمتخصيصينو له لورې  دهغه دتخنيکي سندونو دبرابرولو په مقصد بشپړې شوې دي او ټاکل شوې ده  په اساسي ډول ديو معياري سړک دټولو جزئياتو په ګډون د څه دپاسه  ١٠  کيلومترو په اوږدوالي او د ٥٠ مترو په ټول سور په دوو کرښو کې د يو اعشاريه  نهو ميلياردو افغانيو په اټکلي لګښت چې بودجه يې ټاکل شوې ده اوپه  ډير لنډ ممکن وخت  کې تدارکاتي پړاو ته رسيږي او د ١٣٩٩ کال په لومړيو وختو کې  د  جوړولو کار يې پيلېږي .  پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته