امنیت

درې نوي تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دهېواد په  بيلابيلو  ساحو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهير کې درې نوي تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دهېواد دملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو په عملياتوکې د ډار اچوونکودځپلو په مقصد  دهېواد په بيلابيلو سيموکې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  د ډار اچوونکو ديوه سيمه ئيز  قوماندان او ددوو تنو ځانمرګو بريد کوونکو په ګډون درې تنه ووژل شول او شپږ ويشت تنه نور ټپيان شول .
دغه عمليات دننګرهار ، لغمان ، کاپيسا ، پکتيا ، پکتکيا ، لوګر ، خوست ، غزني ، قندهار ،  زابل ، روزګان ، بادغيس ،  فراه ، بغلان ، فارياب ، بدخشان او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شول چې له امله يې د پکتيکا ولايت دګومل  او مټاخان په ولسواليو کې اووه ويشت تروريست طالبان ووژل شول ، دروزګان ولايت دچورې په ولسوالۍ کې اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه ټپيان شول ، دهلمند ولايت دګرشک په ولسوالۍ او ددغه ولايت په مرکز دبولان په ساحه کې  دملا هيبت الله په نامه ديو سيمه ئيز قوماندان په  ګډون نولس تنه ووژل شول لس تنه ټپيان او ددښمن دوه اډې يو موټر او يوه اندازه وسله  او  مهمات ويجاړشول ، دغزني ولايت دګيلان او ده يک په ولسواليو کې پنځلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول اته تنه ټپيان او ددښمن يو موټر ويجاړ شو .
دغه راز په دغو عملياتو کې دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ددوو تنو ځانمرګو بريدکوونکوپه ګډون شپږ تنه ووژل شول  . دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې دوه تنه تروريست طالبان ووژل شول ، دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ دصافي ، نوي قلعه ، بي بي هاجره، هرمل ، سيد ، کتلو بصرام په کليو کې درې تنه ووژل شول او درې تنه ټپيان ، دزابل ولايت په مرکز  ددشت او مکي  په ساحه کې يو ډار اچوونکي ووژل شو او يو تن ټپي شو ، دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې يو ډار اچوونکي ووژل شو او يوتن ټپي شو .
دغه راز دملي دفاع وزارت وايي چې په تيرو څليرويشتو ساعتو کې شل چاڼيز عمليات پلان شوي ، ١٨ ځانګړي عمليات اويوشپنۍ عمليات دهېوادپه شپاړلسو ولايتونوکې ترسره شول، هوايي ځواکونو دملي اردو دځواکونو په ملاتړ اووه نوي الوتنې کړې دي او د دښمن په ځالو يې نهه بريدونه ترسره کړي دي .
  ختم-  سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته