ټولنه

د طبيعي پيښو تر خطر لاندې اوسيدونکو د بيا ميشت کولو لپاره د بدخشان ولايت د مرستيال غوښتنه

فيض آباد باخترلړم دمياشتې ٢ نيټه  :
دبدخشان ولايت په اړوندو ولسواليوکې څلويښت کلي په را روان ژمي کې د طبيعي پيښو له خطر سره مخامخ دي.
د بدخشان ولايت مرستيال ډاکتر ګل محمد بيدار د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ولايت د راغستان، کوهستان، ياوان، تشکان او د کوزيفتل د ولسواليو څلويښت کلي او د خواهان ولسوالۍ يوه برخه چې د سيلاوونو ، واورې  ښوئيدنې او ځمکې ښوئيدنې او ځمکې ښوئيدنې تر احتمالي خطرونو لاندې دي؛ د دغو کليو خلک بيا ميشت کولو ته اړتيا لري .
ده څرګنده کړه: د هغو کورونو لستونه چې د طبيعي پيښو تر ګواښ لاندې دي؛  د هېواد له طبيعي پيښو سره د مبارزې ملي کمېټې ته ليږل شوي دي چې دغو کورنيو ته د دوى د بيا ميشت کولو لپاره مناسب ځايونه په پام کې ونيسي.
پاى    ذ کرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته