امنیت

په پروان ولايت کې امنيتي غونډه جوړه شوه

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
په پروان  کې دعاشورا  په ورځو کې د امنيتي تدبيرونو د نيولو په مقصد امنيتي غونډه جوړه شوه .
دغه غونډه  پرون دايتلاف دځواکونو دقومانان اويوناما داستازي  او دامنيتي چارواکو او دولايتي شورا دمسوولينو په ګډون  دپروان دوالي په مشرۍ ددغه ولايت دکنفرانسونو په سالون کې  جوړه شوه او په دغه ولايت کې په ځانګړي توګه  دمحرم الحرام دمياشتې په لسمه  دامنيت په تامينولو باندې ټينګاروشو.
دپروان والي محمدعاصم عاصم  دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په دې غونډه کې دعملياتو دترسره کولو لپاره  د منظم پلان لرل مهم کار وبلل شو او په دې برخه کې  دامنيتي بنسټونو په هڅو اوهاند باندې ټينګار وشو او دتروريستي بريدونو دمخنيوي  او له غيرمسوولو وسله والو کسانو څخه  دوسلو دراټولولو او دتکيه خانو ،  جوماتونو  او حسينه و دامنيت دتامينولو په خاطر  لازم تدبيرونه ونيول شول.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته