ټولنه

کمال خان بند ته ورته لویې پروژې افغانستان د ځان بساینې پر لور بیولی شي

جلال آباد/ د کب ۲۴ مه/ باختر
وروسته له هغې چې د کمال خان بند ساختماني چارې بشپړې شوې او تمه ده چې په نږدې وختونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، په ننګرهار کې د پوهنتون استادان، مدني ټولنې او چارو شننونکي د یاد بند څخه پر ژر ګټې اخیستو تاکید کوي، ورسره وايې چې ورته لويې پروژې افغانستان د ځان بساینې پر لور بیولی شي.
استاد او ژورنالیست حیات خان احساس او شفیق الله مشفق له باختر اژانس سره د کمال خان بند د ګټو په اړه وویل چې له دغه بنده د ۹ میګا واټه پر بریښنا سربېره د شاړو ځمکو ابادي، مسلکي او فني خلکو ته د کار زمینه او د اوبو مهارول مهمې ګټې دي، چې سملاسي به ترې ترلاسه شي.
د دوی په خبره دغه ډول پروژې نړیوالو ته دا پيغام ورکوي، چې افغانان که له جنګه راووځي، دغسې د ځان بساینې پر لور د حرکت ارادې هم لري.
دوی د سیمې له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه ډول ملي او لویو پرژو ساتنه کې له حکومت سره پوره همکاري وکړي او په ورته وخت کې يې له اړونده ادارو د ټولو بندونو او ګاونډویو هېوادونو ته د تلوونکو اوبو د مهارولو هیله وکړه.
کمال خان بند چې د نیمروز په چهار برجک ولسوالۍ کې موقعیت لري، د ۸۰ زره هکتاره ځمکې پر خړوب سربېره به ۹ میګا واټه بریښنا هم تولید کړي.
د شته معلوماتو له مخې، د دغه بند لومړي کارونه ۱۳۴۵ کال کې پيل شول چې سرته ونه رسېدل چې بیا پنځه څلویښت کلونه وروسته، ۱۳۹۰ کال کې يې تر ۸۰ میلیونه ډالرو پورې ساختماني چارې پيل او د اوبو تر زېرمه کولو وروسته به په نږدې وختونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې کمال خان بند د هلمند سیند پر اوبو جوړ شوى، چې دا اوبه تر دې مخکې له نیمروز سره پروت ګاونډي هېواد ایران ته روانې وې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته