اقتصاد

د نیمروز د خټکیو حاصلات څه باندې ۷۰۰ زره ټنو ته ورسېدل

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر

د نیمروز د پالیزونو د خټکیو حاصلات، سږکال څه باندې ۷۰۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.
د باختر آژانس خبر له مخې؛ د نیمروز د کرنې ریاست پر وخت او پرله پسې ورښتونه د دې ولایت د خټکیو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لامل بولي. د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږکال ددې ولایت په څه باندې ۲۰ زره هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي دي، چې حاصل یې څه باندې ۷۰۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي.
سږکال ددې ولایت د چخانسور په ولسوالۍ کې ډېر خټکي کرل شوي دي. په دې ولسوالۍ کې د خټکیو پالیزونه، یوازې له کښت مخکې خړوبیږي او له هغه وروسته خړوبولو ته اړتیا نه لري. ددې ولسوالۍ خاوره د اوبو د ساتلو لوړ ظرفیت لري.
د نیمروز ولایت دکرنې رییس ذبیح‌الله اولیازاده وايي، چې ددې ولایت هندواڼې او خټې په ځانګړې توګه د چخانسور ولسوالۍ خټکي او هندواڼې یو ارګانیک محصول دی او ډېری بزګران د هندواڼو او خټکیو په پالیزونوکې هیڅ ډول کیمیاوي سره او درمل نه کاروي. د هغه په خبره د نیمروز هندواڼې او خټکي د کیفیت له پلوه ځانګړي ارزښت لري. د دې ولایت د خټکیو وزن او خوند هم د نورو ولایتونو د پالیزونو د حاصل په پرتله بیل دي.
د نیمروز د خټکیو او هندواڼو محصولات تر ډېره ګاونډیو ولایتونو او دغه راز پاکستان ته صادریږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته