سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٤ مه
د ملي امنیت شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پیل کې د جنازې پر مراسمو د پرونۍ تروریستي پېښې برید وارزول شو او یاده پېښه په سختو ټکو وغندل شوه. 
په غونډه کې ټینګار وشو، چې  د شهیدانو کورنیو ته  رسېدنه وشي او د ټپیانو د درملنې په برخه کې دې له ټولو امکاناتو استفاده وشي، همدارنګه دې له هغو کسانو سره جدي او قانوني چلند وشي چې د یادو مراسمو د امنیت په ټینګښت کې یې بې پرواي کړې ده.
وروسته د ملي امنیت شورا په غونډه کې د کابل پروسې ناستې د امنیت د تامین د څرنګوالي او تیاریو په اړه چې ټاکل شوې ده د افغانستان دولت په کوربه توب د بین المللي مقاماتو او استازو په ګډون په کابل کې جوړه شي خبرې وشوې او د دې ناستې د جوړېدلو په ارزښت ټینګار وشو.
وروسته،  د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي د جمعې د ورځې د لاریون د پېښې د څېړنو لپاره د تیاریو په اړه خپل راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې لويې څارنوالي د څېړنې پلاوي او همدارنګه له تخنیکي پلوه په دې اړه لازم چمتو والی لري او یاده پېښه به په جدیت او د هغې بېلابېلو اړخونو ته په پام  وارزوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته