سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه د حامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه او ګڼې مسئلې پکې وڅيړل شوې.

کابل باختر د وږي  يوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس دکورنيو چارو وزارت  د نوماندى او ددغه وزارت دسرپرست په توګه دمحمدعمر داوودزي او دکورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معين په توګه د لوى پاسوال محمد ايوب سالنګي د ټاکل کيدو په باب دکابينې غړو ته معلومات ورکړل او دکورنيو چارو وزارت  سرپرست ته يې دنده وسپارله چې د افغانستان دپوليسو د ادارې د اصلاحاتو، دلويو لارو د امنيت د تامينولو په ګډون د هيواد د امنيتي حالت د ښه والي، په ولايتونو، ولسواليو، کليو اوپولوکې د امنيتي حالت دښه والي او دملي پوليسو  د پياوړتيا او سمبالولو، د انتخاباتو د نوم ليکنې او راى ورکولو د مرکزونو او د انتخاباتو دترسره کولو دبهير د امنيت دتامينولوپه لاره کې په خپل ټول قوت او توان سره اجراات وکړي.
وروسته د وزيرانو شورا په قندهار ولايت کې دکابل بانک د نمايندګى په وړاندې  ځانمرګى بريد او د هلمند اوبغلان په ولايتونوکې د ماينونو ښخول چې له امله يې  پو شمير بې ګناه وګړي شهيدان او ټپيان شول، وغندل او د پيښو شهيدانو ته  يې دلوى خداى ( ج ) له دربارڅخه دفردوس جنت، ټپيانو ته دسملاسي روغتيا او پاتې کسانوته يې د جميل صبرهيله وکړه او دطالبانو دغه عمل يې د هغوى  د کمزورتيا نښه نښانه وبلله او ټينګاريې وکړ چې طالبان به ددغه شان جنايتونو په ترسره کولو سره دخلکو له کرکې او نفرت پرته بل څه  ترلاسه نه کړي او د لوى خداى ( ج ) او د افغانستان دملت په وړاندې به ځواب ورکوونکي وي.
وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دماليې وزير دپاکستان اسلامي جمهوريت ته دخپل سفر اوله خپل پاکستانى سيال سره د اقتصادي موافقه ليک  د لاسليک کولو په باب غونډې ته يو لنډ رپوټ وړاندې کړ او زياته يې کړه چې ددغه سفرپه بهيرکې دپاکستان له جګپوړومقاماتو سره په ترانسپورتي بنسټونو دپانګې اچونې، عمراني پروژو په تيره بيا دپنځلس اعشاريه پنځوکيلومتروپه اوږدوالي د چمن _قندهار د اوسپنې پټلۍ د غزولو، د يو سلو اووه اويا کيلومترو په اوږدوالي د کابل سيند په تګلوري کې د پيښور _ جلال اباد د اوسپنې پټلۍ د غزولو په ګډون  دعمراني پروژو، د تورخم -جلال اباد د دويم سړک د جوړولو، د کونړ د بريښنا د بند د پروژو د بشپړولو او په جلال اباد ښارکې د بډوډو د معالجوي روغتون د جوړولو او د ترانزيتي موافقه ليک په وړاندې د دوه اړخيزو ژمنو د عملي کولو په ګډون موضوعګانو په باب خبرې وشوې اوپه دې لاره کې يو لړ موافقې هم وشوې.
  دغونډې په بله برخه کې په ځانګړي توګه په کونړ ولايت کې د بريښنا د توليد د بنسټيزو پروژو دتامينولو په لاره کې د پولي منابعو د تدارک ستونزې، د انرژي او اوبو د وزير له خوا غونډې ته طرحه شوې چې له مفصلو خبرو وروسته پريکړه وشوه  چې د چارو دادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست دې د راتلونکې اوونۍ په بهيرکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په مشرۍ او د انرژي او اوبو، ماليې او داقتصاد د وزيرانو اودافغانستان دبريښنا شرکت  درييس په ګډون يوه غونډه جوړه کړي چې په دې باب لازم تصميمونه ونيول شي.
له اجنډا سره سم، د عدليې وزير د افغانستان داسلامي جمهوريت دقضايه قوې  د تشکيل او صلاحيت دقانون دځينومادو دتعديل او حذف وړانديز غونډې ته طرحه کړل او زياته يې کړه چې ددغه تعديل د منظوري په صورت کې، د هغو قاضيانو دکار دوام چې فوق العاده علمي اومسلکي تجربې لري؛ ترلسو کلونو پورې يعنې تر پنځه اويا کلنى پورې تمديد شي.
  دغه راز د قضايه قوې غړو او د هغې ادارې کارکوونکو ته د ستاين ليکونو د منظوري څرنګوالي به هم لاپسې روښانه شي چې دغه تعديلونه له مفصلوخبرو وروسته د وزيرانو شورا له خوا تصويب شول.
  دغونډې دکارپه دوام دملکي خدمتونو دکارکوونکو دقانون دشپږمې مادې د لومړۍ فقرې او د لومړى پروګراف تعديل او ددغه قانون په اتمه ماده کې زياتوالى  چې د١٣٨٧کال په رسمي جريده کې خپور شوى دى؛ دملکي خدمتونو دکارکوونکو په چوکاټ کې د وزارتونو د معينانو او د مستقلو ادارو د مرستيالانو  د پستونو د شموليت په باب غونډې ته طرحه شو خو د زياتو خبرو لپاره د وزيرانو شورا  راتلوونکو غونډو ته وځنډول شو.
په همدې ترتيب دچګپوړو دولتي مقاماتو د معاشونو دتنظيم دقانون په دريمه، پنځمه، شپږمه او لسمه ماده کې د تعديل وړانديز دملي شورا د دواړو مجلسونو له رييسانو او اداري هيئت سره د زياتوخبروپه لاره کې د وزيرانو شورا  راتلوونکوغونډو ته وځنډول شو.
  دغه راز دښاري خدمتونو دمحصولاتو دقانون د څلورمې او اوولسمې مادې او دلومړۍ ګڼې ضميمې د تعديل طرحه کسبګرو، سوداګرو او خصوصي متشبثينو ته د اسانتياوو د برابرولو په روحيې سره د زياتې څيړنې په خاطر د وزيرانو شورا  راتلوونکو غونډو ته وځنډول شوه.
  وروسته  د ماليې وزير د روان کال دعادي او پرمختيايي بودجې ضميمې غونډې ته وړاندې کړې او زياته يې کړه: دنړيوال بانک، دافغانستان دبيا جوړولو د امانتي صندوق، آسيايي بانک او د نورو مرستندويو  بنسټونو له خوا د نويو  مالي ژمنو له مخې د درې اعشاريه يوملياردو افغانۍ معادل شپيته مليونه ډالره دکانونو ، فوايد عامې، عامې روغتيا، کرنې او اوبو لګولو، د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو اوکليو دبيا جوړولو او پراختيا د وزارتونو او دافغانستان دبريښنا شرکت د روان کال په پرمختيايي پروژوکې دپرمختيايي بودجې دضميمې په توګه  او دمرستندويو هيوادونو د مرستې ٤٥٧مليونه افغانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د سيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د روان کال دعادي بودجې په برخه کې زياتوالي راغلي دي.
له بلې خوا د قندهار ولايت د ارغستان بند دجوړولو دمطالعې او ډيزاين په مقصد  دې ته اړتيا ده چې دپنځومليونو ډالرو معادلې پيسې دې د دهلي د اوبو لګولو اوبريښنا د بند دجوړولودپروژې له منظورې شوې بودجې څخه وضع او د ارغستان
په پروژه کې دې ولګول شي .
د وزيرانو شورا  له مفصلو خبرو وروسته د روان کال دپرمختيايي او عادي بودجې  ضميمې او دقندهار ولايت دارغستان بند دجوړولو دکار له مطالعې او ډيزاين په مقصد  دپنځو مليونو ډالرو معادلو پيسو تعديل تصويب کړ .
وروسته دقندهار ولايت د يوولسو تنو اوسيدونکو د ملکيت ٨٨ر١٣٤٨جريبه ځمکې د استملاک وړانديز چې ملکيت يې ددغه ولايت دهوايي ډګر د پراختيا په خاطر د نړيوال ائتلاف د پوځونو تر تصرف لاندې نيول شوې دي ، دملي دفاع دوزير له خوا غونډې ته طرحه شو او پريکړه وشوه چې دملي دفاع  او دماليې وزيران دې  دملکيت دتثبيت او د نړيوال ائتلاف له ځواکونوسره له هراړخيزې سلامشورې وروسته دملکيتونو د استملاک او دغونډې له يادونې سره سم د هغو دعادلانه تبادلې په باب  اجراات وکړي . 
وروسته دمحمد نادر د ملکيت د٧ر١٣مليونو افغانيو په ټوله بيه ٥٧٦٥ متره مربع ځمکې د استملاک وړانديز چې دکندز ولايت  د خواجه مشهد د هلکانو ليسه  پکې جوړه شوې ده او د عبدالقدوس د ملکيت د ٤ر٣مليونوافغانيوپه بيه  د٧٦٠متره مربع  ځمکې  استملاک چې ددغه ولايت  د مستري دکوڅې سړک پکې جوړ شوى دى، دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د رييس له خوا غونډې ته طرحه او تصويب شو.
د غونډې په پاى کې د بهرنيوچارو د وزير له خوا  دوه مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول چې د وزيرانو شورا له خوا  تصويب شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته