امنیت

ددوو قومونو ترمنځ نښته کې دوه تنه و وژل شول او درې تنه نور ټپيان شول

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
دبادغيس ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې ددووقومونو ترمنځ نښته کې دوه تنه و وژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
ويل کېږي چې دغه پيښه په ځمکې دشخړي له امله رامنځته شوې ده .
دبادغيس  دولايتي شورا مرستيال حاجي محمد ناصري باختر اژانس ته وويل دغه جګړه تيره شپه  دداي زنګي او دبرنقري دقومونو ترمنځ ونښته چې له امله يې له برنقري قوم څخه دوه تنه و وژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول
يوه اړونده خبرځاى وويل ساحې ته يو هيئت استول شوي دي چې پيښه له نږدي  وڅيړي .
ديادونې وړ ده چې په بادغيس ولايت کې دپستي ځنګلونه ددولت ملکېت دي خو ددغو ځنګلونودساتنې لپاره په دغه ولايت کې  ميشتو قومونو په خپلو کې ويشلي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته