سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اسلامي امارت په کراره نه کیني؛ اوس یې په بېوزلۍ پسې راخیستې ده

کابل، د مرغومې ۲۴ مه، باختر

تبصره

اسلامي امارت؛ چې پر کابل واکمن شو، نو سملاسي یې افغان ملت او نړۍ ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ، هغه څه چې اوس هم شته او لاپسې ټینګېږي، ورپسې یې د اداري  او اخلاقي فساد او نشه یي توکو کر، تولید او کاروبار ته د پای ټکی کېښود، د روږدو درملنه خو لا هم ښه په درز کې روانه ده او لویې او وړې پروژې خو هره ورځ یا یې پرانسته کېږي او یا هم ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

اوس داسې ښکاري، چې اسلامي امارت یو بل بنسټیز کار ته ملا تړلې او هغه د بېوزلۍ له منځه وړل دي، چې بد بختانه د تېرو څو لسیز جګړو له امله یې په هېواد کې ژورې ریښې غځولې دي.

خبر دی، چې د هېواد ملي سوداګر میرویس عزیزي په هېواد کې د لس میلیارده ډالرو پانګونې ټټر وهلی او ویلي یې دي، چې دغه پانګونه د اوسپنې پټلۍ په پراختیا او انرژۍ په برخه کې کېږي.

د میرویس عزیزي دغه ګام د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د هېواد د پر ځان بسیاینې پر لور اوچت ګام دی.

میرویس عزیزي ولې داسې یو ګام پورته کولو ته زړه ښه کړی؟

زه باوري یم، چې میرویس عزیزي دغه پرېکړه وروسته ترهغې کړې، چې هېواد کې یې د امنیت احساس وکړ او پوه شو، چې اسلامي امارت کولی شي د دغې پانګونې امنیت خوندي کړي.

اوس خبره دا ده، چې اسلامي امارت باید نور ملي سوداګر هم دېته وهڅوي تر څو خپلې پانګې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راولېږدوي تر څو دلته کاري فرصتونه له منځه ولاړ شي او کله چې کاري فرصتونه زیات شول، نو بې وزلي خود به خوده له منځه ځي.

او بله خبره دا ده، چې نړیوالې ټولنې ته باید قناعت ورکړل شي، چې که ریښتیا هم غواړي له افغانانو سره بشري مرستې وکړي، باید د لنډمهالو مرستو پر ځای د فابریکو جوړلو او کاري فرصتونو برابرولو له لارې د بېوزلۍ په برخه کې د افغانانو ستونزو ته دایمي حلاره ولټوي، ځکه یوه بورۍ وړه، یوه کیلو وریجي او یو پیپ غوړي د بېوزلۍ ستونزه نه شي حلولی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress