اقتصاد

کمال خان بند سلګونه هکتاره ځمکه خړوبوي

کابل / د کب ۲۷مه / باختر
د کمال خان بند په نږدې راتلونکي کې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي. دغه بند له اقتصادي او ټولنیز پلوه د هېواد تر ټولو مهمه بنسټیزه پروژه ده.
اقتصادي کارپوهانو د دغې پروژې پر ارزښت خپل نظرونه څرګند کړي دي.
د نیمروز والي زمریالي احدي د باختر آژانس خبريال ته وویل: ” کمال خان بند ملي ویاړ دی چې د جمهوررييس د سخت کار او زياتو هڅو په پایله کې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي. دا ملي پروژه د کرنې، اقتصاد او خلکو سوکالۍ لپاره خورا مهمه ده.”
د نیمروز پوهنتون رییس د کمال خان بند په اړه وویل: ” کمال خان بند او د هغه جوړول ملي او ولسي ویاړ دی او د نیمروز خلک د دغه بند پر جوړېدو خوښ دي. د کمال خان بند جوړول په بېلابېلو اړخونو کې مهم دي، لکه اقتصاد، سیاست، چاپېریال او د خلکو رواني روغتیا، او د کمال خان بند له لارې د نیمروز دښتې خړوبېږي او نیمروز به بيا ان شاالله د آسیا د غنمو پر ژرندې بدل شي او نیمروز به د ښو ميوو او سبو څخه ډک وي.”
د نیمروز د تخنیکي او مسلکي زده کړو رییس عبدالهادي بیدار وویل: “موږ د یوې سترې تاریخي او بریالۍ پېښې په درشل کې یوو او دا ستره پېښه د کمال خان بند پرانیسته ده. د کمال خان بند پرانيستل د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړي توګه د نیمروز خلکو ته مبارک وي. هيله لرم چې د کمال خان بند په پرانیستلو او د نیمروز په کرنیزو شریانونو کې د اوبو په منظم بهير سره، موږ وکولای شو خپل شین او پرمختللي تېر ته راستون شو او د دې وړتیا ولرو چې زموږ د هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړو او د کرنې محور ته ورسېږو. افغانستان او افغانان په ځانګړي توګه د نیمروز خلک له دوامداره محرومیتونو او وچکالۍ څخه و ژغورو، موږ ډاډه یوو چې موږ به په بېلابېلو برخو کې د کمال خان بند له جوړولو څخه ګټه پورته کړو او په فرهنګي، اقتصادي او سياسي برخه کې کمال خان ارزښتناک دى.”
هغه زياته کړه: هيله من یوو چې د کمال خان بند په پرانیستلو سره وکولاى شو د اوبو ښه مديريت وکړو چې نيمروز د پخوا په شان د آسيا د غلې په زېرمه او د آسيا په بڼ بدل کړو.
اقتصادي کارپوه نظام الدين وويل: په نيمروز کې کمال خان بند کولاى شي په افغانستان کې د اوبو ستر بند وګڼل شي چې کولاى شي د بېلابيلا اړخونو په چاپېريال د ټولنې د خلکو په افکارو او ذهنونو مثبته اغېزه وکړي او که چېرې له اقتصادي پلوه ورته وګورو؛ څرنګه چې د اوبو شتون د کرنې او مالدارۍ کچې په لوړولو کې ارزښت لري، نو کمال خان بند د نيمروز د خلکو له مادي او معنوي شتمنيو څخه دى.
د نيمروز پوهنتون استاد اسحق شهباز د کمال خان بند په اړه وويل: د هېواد په کچه د نيمروز لرغونی ولايت له هغو ولايتونو څخه دى چې زياتې کرنيزې ځمکې لري، خو له بده مرغه په تېرو لسيزو کې له دغو ځمکو څخه هېڅ راز ګټه نه ده اخیستل شوې چې له نېکه مرغه د کمال خان بند په جوړېدو سره د افغانستان د خلکو په تېره بيا د نيمروز د خلکو پخوانۍ هيله وه. موږ په نږدې راتلونکي کې به په نيمروز کې د زراعتي ځمکو د ګټې اخیستنې شاهدان واوسو او افغانستان د زراعتي محصولاتو له پلوه په خپلو پښو ودروي او کمال خان بند له سياسي پلوه هم ارزښت لري. څرنګه چې دغه بند به وکولاى شي په سياسي تعاملاتو کې له ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا له ايران سره يو ډول انډول ټينګ کړي او ځان د ګاونډيو هېوادونو له ظالمانه او غیر موجه فشارونو څخه چې په تېرو لسيزو کې په افغانستان تپل شوي وو، وژغوري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته