امنیت

د ټولو بندیانو حقونو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وشي

میدان ښاردسلواغی د مياشتې پنځمه باختر
د میدان وردګو والي وايي د بندیانو لپاره دې دلازمو اسانتیاو برابرولو لپاره کار وشي، څو هغوی له خپلو ټولو قانوني حقونو څخه برخه واخلى.
دا خبرې  حیات الله حیات د خپل کار په دفتر کې د میدان وردګوولایت د جيل له نوي مدیر سره لیدنې پر مهال وکړې.
د جيل نوي مدیر سمونوال محمد ظریف ایزدیار سره لیدنې پرمهال والي  حیات د پخواني مدیر د کارونو ستاینه او نوي مدیر ته یې په چارو کې د بریا هیله وکړه.
والي  حیات الله حیات وویل، چې د بندیانو قانوني حقونوته دې جدي پاملرنه وشي او هغوی ته دې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته