ټولنه

په جوزجان کې درې ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل  باختر  د زمري ۲۷ مه
جوزجان کې د کلیو د بیا جوړولو او پراخیتا ریاست د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې درې ټولګټې پروژې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د يادې ادارې مسوول انجینر همایون عجم وایی په دغو پروژو کې د درې زره سل مترو په اوږدوالي د اوبو رسولوشبکه، د بابه علي په کلي کې د څلور پنځوسو مترو په اوږدوالي د اوبو یو کانال او د جوزجان ښار د چوباش پایان په کلي کې د درې شپېتو مترو مکعبو اوبو په ظرفیت د څښاک د اوبو یو سرپټی حوض شامل دي.
عجم زیاته کړه، يادې پروژې د خلکو په سلو کې د لسو په ونډې سره د څه نا څه پنځو ميلیونو افغانیو په لګښت له دوو میاشتو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي وايي چې د دغو پروژو له ښیګڼو پنځه سوه پنځوسو کورنیو ګټه واخیسته .
عزیزي د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا ریاست څخه قدر داني وکړه او په نږدې راتلونکي کې یی د نورو پروژو د تطبیق په خاطر خلکو ته ډاډ ورکړ.
پاىسعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته