امنیت

دوه تنه د نشه يي توکو د لېږدونې په تور ونيول شول

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۵ مه
په کندز ولايت کې پرون دوه تنه د نشه يي توکو د لېږدونې په تور ونيول شول.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني باختر آژانس ته وويل چې د دغې قومادانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت کارکوونکو دوه تنه د دغه ولايت د علي آباد ولسوالۍ په «کيسه توپک» پوسته کې له پېژندلو وروسته ونيول.
  رحماني زياته کړه چې نيول شويو کسانو غوښتل ۱۰ کيلو او۵۰۰ ګرامه هيروئين په يوه موټرکې له تخار څخه بغلان ولايت ته ولېږدوي.
پوليسو له دغو کسانو څخه پوښتنې پيل کړې دي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته