خبرونهنړۍ

د خپلواک حکومت غوښتنه؛ حماس خپلې وسلې پر ځمکه ږدي

نړۍ، د غوايي ۶مه، بهرنۍ رسنۍ 

د حماس غورځنګ یو مهم سیاسي مشر خلیل الحیا له اسوشیتد پرس سره خبرو کې ویلي چې صهیونست پوځونه په غزه کې د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې په بشپړه توګه پاتې راغلي او تر اوسه نه دي توانېدلي، چې اقلاً د دغه غورځنګ شل سلنه تاسیسات او نظامیان له منځه یوسي.

نوموړي ویلي، چې حماس غورځنګ په لویدیځه غاړه او غزه کې د یو بشپړ خپلواک فلسطیني حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکی دی او دغه چاره د خبرو له لاره ترسره کېدای شي.

الحیا دغه راز ویلي، چې دوی تیار دي له اسرایلو سره یو پنځه کلن اوربند ته غاړه کیږدي او که د ۱۹۶۷ زیږدیز کال څخه د مخې په څېر د پخوانیو پولو پر اساس خپلواک فلسطیني حکومت رامنځته شي، نو دغه غورڅنګ تیار دی، خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته