خبرونهفرهنګټولنهTOP

خیرالله خیرخواه: لرغونې ودانۍ د ټول افغانستان شتمني او هويت دی، ساتنه يې اړینه ده

کابل، د مرغومې ۲۳ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د زاړه ښار له لرغونې ودانۍ څخه د ليدنې پر مهال له باختر اطلاعاتي آژانس سره په خبرو کې لرغونې ودانۍ د ټول افغانستان ملي شتمني، تاريخي ارزښتونه او هويت بللی او پر ساتنه يې ټينګار کړی.

ملا خیرالله خيرخواه همدارنګه زياته کړې، چې د فراهي وګړو ګټو او د لرغونو ودانيو تاریخي ارزښت ته په کتو سره د يادو ودانيو د بيارغونې لپاره وړ طرحې او برنامې په پام کې نيولې شوي او د سلا مشورې او منظورۍ په موخه به له لوړ پوړو مسؤلينو او مسلکي کسانو سره هم شريکې شي.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه دغه راز زیاته کړې، هر هغه څوک چې له يادو ودانيو سره نا اخلاصي وکړي يا زيان ورته ورسوي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

له لرغونو سیمو څخه د لیدنې پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د هرات مرستيال والي مولوي مهاجر فراهي، د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد عبدالحي  سباوون، د ملي راډیو ټلویزیون آمر قاري بدرالدين او يو شمير نورو مسؤلينو د ملا خیرالله خیر خواه ملتیا کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته