سیاست

دملي دفاع وزارت سرپرست دچين دولسي جمهوريت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل باختر د تلي يوولسمه :
دافغانستان دملي دفاع وزارت سرپرست دچين دولسي جمهوريت دجمهور رييس له ځانګړي استازي او ددغه هيواد داردو له لوى درستيز له مرستيال سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ډار اچونې پرخلاف دمبارزې په باب خبرې وکړې او داکار يې دسيمې او نړۍ دهيوادونو ګډو او ډله ئيز کار وباله .
دهيواددملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله محمدي په دې کتنه کې وويل چې افغانستان په څو تيرو لسيزو کې دتروريزم  پرخلاف جدي اونه ستړې کيدونکي مبارزه پيل کړې ده.
ده دغه راز زياته کړه چې په افغانستان کې له تروريزم سره مبارزه دسيمې او نړۍ  دهيوادونو پرله پسې همکاريو ته اړتيا لري اوبايد دغه هيوادونه په دې برخه کې له افغانستان سره هراړخيزه همکاري وکړي .
دملي دفاع وزارت سرپرست  له ډار اچونې سره دمبارزې  په کار کې دهيواد امنيتي ځواکونو پياوړتيا اوسمبالول يو مه اصل وباله او په  دې برخه کې يې دنړيوالې ټولنې په تيره بيا دچين دولسي جمهوريت دهمکاريو ددوام غوښتنه وکړه .  له بلې خواهم دچين دولسي جمهوريت دلوى درستيز مرستيال په دې کتنه کې دهيواد دملي دفاع وزارت سرپرست  ته دهيواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو په تيره بيا له ملي اردو سره دخپل هيواد داردو دهمکاريو دپيل خبر ورکړ .
ده زياته کړه: دچين اردو چمتو ده چې په بيلابيلو برخوکې دافغانستان له امنيتي  او دفاعي ځواکونو  او په تيره بيا  له ملي اردو سره مرسته وکړي.
دچين دولسي جمهوريت ځانګړي استازي دغه راز وايي هيواديې چمتو دى په اقتصادي برخوکې هم له افغانستان سره بې غرضه مرستې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته