ټولنه

د افغان پوځيانو د روزنې او سمبالولو په لاره کې د نړيوالې ټولنې ژمنې

هرات باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٦ :
د هرات والي د افغان امنيتي ځواکونو د سمبالولو او پياوړتيا په لاره کې د نړيوالې ټولنې د همکارۍ له امله قدرداني وکړه.
د هرات والي محمد آصف رحيمي د لويديځ زون د غوڅ ملاتړ د نوي قوماندان د معرفي کولو په مراسموکې د وسله والو ځواکونو په پراختيا کې نړيوالې همکارۍ ارزښتناکې وبللې .
د هرات والي په دغو مراسموکې چې د کورنيو چارو د وزير او د يوشمېر نورو دولتي  چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، د وسله والو ځواکونو د شهيدانو پاک روح ته چې له ډار اچوونکو سره د مبارزې په تودو سنګرونوکې خپل سرونه قرباني کړي دي او دغه راز د ملکي شهيدانو چې په تروريستي بريدونوکې شهيدان شوي دي، دعا وکړه .
د هرات والي وويل: افغان امنيتي ځواکونه زموږ د اسلامي هېواد د مقدس حريم د رښتينو ساتوونکو په توګه له ډار اچوونکو سره د مبارزې او د دښمنانو د توطيو د شنډولو په لاره کې خپلې وړتياوې ثابتې کړې دي .
دغه دولتي مقام ټينګار کوي: موږ په سوله باور لرو او دغه راز د خپل هېواد او ټولو ملي اواسلامي ارزښتونو د دفاع په خاطر  ژمن يو.
ده وويل: زه په دې باور يم چې تروريزم يوه ناوړه نړيواله پديده ده چې له هغه سره مبارزه د ټولو ملتونو او دولتونو د يو والي غوښتنه کوي .
په دغو مراسموکې د هېواد د کورنيو چارو وزير جنرال جاهد هم د نړيوالې ټولنې د مرستو او همکاريو له امله مننه او قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ چې پوليس او امنيتي ځواکونه له تروريزم سره د جګړې په ډګرونوکې اتلوالي ښودلې ده.
د غوڅ ملاتړ نوى قوماندان وويل چې نړيواله ټولنه به دغه راز د افغانستان له بيا رغاونې او د افغان امنيتي ځواکونو د سمبالولو او روزنې په برخوکې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته