کابل باختر دسلواغې دريمه :
په هرات کې دفوټسال دغوره ليګ سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام مومي .
دهرات دفوټـبال دکميټې مسوول محمد قاسم نظري دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه پړاو په لومړۍ لوبه د پيش اوارنو ټيم دکهستان له ټيم سره او په بله لوبه کې دمتحد ټيم دکوثر له ټيم سره لوبې کوي .
دنظري دڅرګندونوله مخې : په هرات کې دفوټـسال دغوره ليګ سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو په گدون له څه مودې راپديخوا پيل شوې دي
ديوبل خبرله مخې :په هرات کې دفوټسال دولسواليو دجام سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام مومي .
دنظري دڅرګندونوله مخې : په دې پړاو کې لومړې لوبه دګرزي ټيم دشينډنډ له ټيم سره او دويمه لوبه درباط سنګي ټيم داسلام قلعه له ټيم سره لوبې کوي .
نظري زياته کړه چې دفوټسال دولسواليودجام سيالۍ له دوو اوونيو راپديخوا په پنځه ټيمي څلورو ډلو کې دشلو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي .
1 1 دقیقه لوستل