ټولنه

دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دکب دمياشتې  ١١:
دافغانستان  داسلامي جمهوريت  دجمهوررييس  حامدکرزي  دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ژورې  خواشينې سره خبر شوم  چې دهېواد دقضايي مرکز يو منسوب قضاوتپوه ډګر جنرال عبدالروف  طيب  دهغې ناروغۍ له   امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى.
ارواښاد عبدالروف طيب  کلونه کلونه  په  قضا کې خدمت وکړ.
دى يو وخت دابتدائيه محکمو قاضي و دوسله وال پوځ دعالي محکمې قاضي  اويو وخت هم  په نظامي برخه کې دسترې محکمې مرستيال و اوپه  جهاد کې يې ونډه لرله .  مړينه يې ضايعه ده .
دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب دده کورنۍ  او دوستانو او دکابل ولايت خلکو ته وړاندې کوم او دلوى  خداى  ج  له دربار څخه متوفي ته دمغفرت اوپاتي کسانو ته يې دجميل صبرهيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته