کابل باختر د کب څوارلسمه :
په ننګرهار ولايت کې د بې کيفته او تيرتاريخ درملو او خوراکي توکو د پلورنې دمخنيوي لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
د رارسيدلو خبرونو له مخې ، په دې کمپاين کې څو پلورنځي نغدي جريمه شوي اويا تړل شوي دي .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا يو مسوول باختراژانس ته وويل دوى هلې ځلې کوي چې دغه ولايت ته دبي کيفته او تيرتاريخ درملو او دخوراکي توکو د واردولو مخه ونيسي .
ده د پلورنځيو خاوندانو ته خبردارى ورکړ که چيرې دبې کيفته اوتيرتاريخ خوراکي توکو او درملو په پلورنې لاس پورې کړي له قانوني چلند سره به مخامخ شي . ختم _ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ