سیاست

دبهرنيو چارو وزارت دويندوى د دفتر سرپرست : پاکستان په طالبانو لاس برى لرى.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
د بهرنيو چارو وزارت ويندوى  له پاکستان څخه وغوښتل چې په ټولو برخو کې
دې  په افغانستان کې دسولې دتامينولو په  لاره کې صادقانه همکاري وکړي .
دباختر آژانس دخبريال له مخې :  دبهرنيو چارو وزارت ويندوى د دفتر سرپرست احمدشکيب مستغني نن په يوه خبري غونډه کې وويل  دپاکستان په وړاندې زموږ هميشنى دريځ دا و چې پاکستان دې دسولې په خبرو کې په ټولو برخو کې عملي او صادقانه همکاري  وکړي .
ده وويل  يوه همکاري له ملا عبدالغني برادر سره د سولې دعالي شورا د اړيکو  په خاطر د يوې مشخصې پتې وړاندې کول دي .
ده زياته کړه وروستي  پرمخګتونه د دې ښکارندوى دى  چې پاکستان په طالبانو
زيات برلاسى لري  . له همدې امله دهغوي  دصادقانه همکاريو غوښتنه کوو .
مستغني وويل : هر عملي ګام چې په افغانستان کې دسولې دتامينولو په لاره کې  واخستل شي دافغانستان دولت  يې هرکلى  کوي .
ده وويل :  چې بايد د سيمې او د نړۍ هيوادونه او په تيره بيا پاکستان دافغانستان دسولې دبهير دعملي پيل په خاطر له همکاري وکړي.
ده څرګنده   کړه چې   دافغانستان   دولت غواړي چې ملا برادر بشپړه  آزادى او مشخصه پته   ولري.
دغه راز دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى  د دفتر سرپرست کابل ته د آلمان دبهرنيو چارو دوزير دسفر په باب څرګندونې وکړې ويې  ويل دافغانستان او آلمان دبهرنيو چارو دوزيرانو په خبرو کې له افغانستان سره د آلمان دهمکاريو دپراختيا او په تيره بيا له ٢٠١٤ م کال وروسته له افغانستان سره  د آلمان دهمکاريو په باب   خبرې وشوې  او  آلمان دغه راز له افغانستان سره دهمکاريو د دوام ژمنه وکړه .
ده دغه راز وويل  چې دبهرنيو چارو  وزارت چمتو دى  چې په انتخاباتو کې افغاني مهاجرينو ته  دګډون امکانات برابر کړىي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته