امنیت

حامد کرزي په فاريا ب ولايت کې د ملکي وګړو وژل په کلکه وغندل .

کابلباختر دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

 دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي د افغانستان اود اسلام ددښمنانو له خوا د فاريا ب ولايت په المار ولسوالۍ کې د ملکي وګړو قصدي او بيرحما نه وژل کيدل په کلکه و غندل .

دباختر اژانس دخبر له مخې : په هغې خبرپاڼه کې چې په دى اړوند د جمهوري رياست دمطبو عاتي دفتر له لار ې خپره شوې ده ويل شوي دي : دافغا نستان دخلکو دښمنا نو دشنبې په شپه دفاريا ب ولايت په المار ولسوالۍ کې يو کورته ننوتل او د دريو ښځو په ګډون يې ديو پوليس د کورنۍ پنځه تنه غړي شهيدان کړل .

 د افغانستان د اسلا مى جمهوريت جمهور رئيس دغه وحشيا نه اود اسلا مي ارزښتونو پرخلاف عمل په ډيرو سختو الفاظو سره وغا نده اود ملى امنيت شورا او نورو اړوندو ادارو ته يې دنده وسپارله چې په ډير لنډ وخت کې دى عا ملين ونيسي اودقا نون منګولو ته يې وسپاري.

 د افغانستان د اسلامى جمهوريت جمهور رئيس په فاريا ب ولايت کې زموږ د بي ګناه هيواد والو د وژل کيدو له امله خواشينى شوى دى اود خپلې ژورې خوا خوږي اوډاډ ګيرنې مراتب ددوى پا تې کسا نو ته څرګندوى اودلوى خداى (ج) له دربار څخه هغوى ته د جميل صبر او زغم هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته