کابل باختر دچنګاښ ٤مه
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په پام کې لري چې دهېواد دخپلواکۍ دبېرته ترلاسه کولو دسلمې کاليزې په مناسبت د ( په افغانستان کې درسنيو او قانون سل کاله څېړنه ) علمي سيمينار جوړ کړي .
په همدې مناسبت دهېواد له ټولو ليکوالو ، فرهنګيانو ، رسانه يي فعالانو او څېړونکو څخه غوښتنه کېږي چې خپلې علمي _ څېړنېزې مقالې په پښتو او دري ژبو دلاندې موضوعګانو :
١_ په يوه وروستۍ پيړۍ کې دمطبوعاتو تاريخي تګلورى
٢_ دافغانستان دملت په ويښتيا کې درسنۍ رول .
٣_ دهېواد دخپلواکۍ په ترلاسه کولو کې درسنۍ رول .
٤_ په يوه وروستۍ پېړۍ کې دورځپاڼه ليکنې په بهير کې دښځو د شتون ځاى او څرنګوالى
٥_ په وروستيو سلو کلونوکې دچاپ دصنعت د حالت څېړنه
٦_ په وروستيو سلو کلونوکې دورځپاڼه ليکنې دبهير زيان پېژندنه
٧ _ په افغانستان کې دمطبوعاتو دقوانينو دتقوين تګلورى .
٨ _ نوې رسنۍ ، فرصتونه او ننګونې .
٩ _ درسنۍ مديريت .
١٠ _ دپرون ، نن رسانه يي محتوا تطبيقي مطالعه
١١_ په رسنۍ کې دماشوم دادبياتو غيبت او نور اړوندې موضوعګانې وليکې او د ١٣٩٨ کال دچنګاښ تر ١٥ نېټې پورې دې ورکړى شوې پتې ته ولېږي او يا دې جنسا داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې درسنيو په خپرونو دڅارنې رياست ته وسپاري .
ديادونې وړ ده چې محترم ليکوال په مشخصو عنوانونو کې دکټ مټ عباراتو په رعايتول ملزم نه دي او د پورتنيو يوولسو مواردو له اټکل څخه موخه ، دلکيوال دکار دحوزې مشخص کېدل چې علمي سيمينار ته زيات مصداق وروبخښي .
مقالې دعلمي کميټې په واسطه څېړل کېږي او درې غوره مقالو ته نغدي جايزه په پام کې نيول شوې ده .
برښنا ليک [email protected]
داړيکو شمېره ٠٧٧٤٢١٢٠٧٧
ختم _ عطاالله_ اکرم
9 1 دقیقه لوستل