سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله: په ډيرو سختو الفاظو سره دتروريستو او وحشي طالبانو بريد غندم

کابل باختر دوږي  شپاړلسمه
له بده مرغه يوځل بيا تروريستو طالبانو او دافغانستان دښمنانو دځانمرګو بريدونو په ترسره کولو سره يوشمير  ميړنۍ امنيتي ځواکونه او دهېواد ملکي وګړي شهيدان کړل .
په داسې حال کې چې په ډيرو سختو الفاظوسره  دامنيتي ځواکونو او دملکي وګړو  پرخلاف دتروريستو او وحشي طالبانو دغه بريد غندم دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه  ددغې زړه بوږ نوونکي پيښې شهيدانوته دفردوس جنت او ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله کوم .
امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کيږي چې دوسله والو طالبانو په ځپلو او له منځه وړلو،  دهېوادوالو دامنيت په تامينولو او ددښمن دبريدونو په مخنيوي  او شنډولو کې هيڅ راز هلې ځلې ونه سپموي .
دهېواد دروغتونونو  چارواکو  او روغتيايي مسوولينو ته هم  لارښوونه کيږي چې په ټول توان سره دپخوا په شان  ددغې پيښې دټپيانو په درملنه کې جدي پاملرنه وکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته